عربي امارات افغانانو ته ویزې ورکوي

متحده عربي امارات به ډېر ژر افغانانو ته د ویزو صادرول پیل کړي.

د سرچینو معلوماتو پر بنسټ د متحده عربي اماراتو ژمنه کړې چې ډیر ژر به افغان سوداګرو او کارګرانو ته د ویزو صادرول پیل کړي.

په متحده عربي امارتو کې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان په کار بوخت دي، چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته دغه سوداګر او کارګر د ویزې او پاسپورټ د تمدیدولو له ستونزو سره مخ دي.
دمعلوماتو له مخې، افغانانو په متحده عربي اماراتو کې له لس میلیارده ډالرو زیاته پانګونه کړې ده.

Back to top button