د افغانستان روغتيايي سکټور کمزوری شوی

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وایي، چې د افغانستان روغتیايي سکټور د نړۍوالې ټولنې جدي پاملرنې او مرستې ته اړتیا لري. 

بې پولې ډاکټرانو ټولنې په خپل تازه راپور کې ويلي، چې پر افغانستان بنديزونو، خراب اقتصادي وضعيت او د نړۍوالو د مرستو درېدل د دغه هېواد په روغتيايي سکټور بد اغيز کړی او له سترو ستونزو سره یې مخ کړی دی.

ياد بنسټ زياتوي، پخوا هم د افغانستان روغتيايي سکټور په پوره خدماتو بسيا نه و، خو اوس مهال، چې په دغه هېواد د بنديزونو فشارونه زیات شوي، نو دا برخه يې بيخي کمزورې شوې ده.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه همداراز وايي، چې د‌ افغانستان روغتيايي سکټور ټر دې وړاندې هم د نړۍوالو د مرستو پر مټ چلېده او اوس هم بايد دوی زموږ مرسته او لاسنيوی وکړي.

د افغانستان روغتيايي سکټور په اړه نه يوازې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې، بلکې تر دې وړاندې هم ګڼو نړۍ‌والو  بنسټونو اندېښنه څرګنده کړې ده.

Back to top button