کندهار کې کروندګر له وچکالۍ شکايت کوي

په کندهار کې یو شمېر خلک وایي چې په دې وروستیو کې په دې ولایت کې د اوبو څاوې وچې شوې دي، او دې چارې د د نوموړي ولایت اوسیدونکي له ستونزو سره مخ کړي دي.

راپور:سیف الرحمان غریب یار

پنجره

که څه هم تېر کال ژمی په هېواد کې د وروستیو څلورو کلونو په پرتله اورښتونه زیات و خو لا هم په کندهار کې یو شمېر خلک وایي، چې په دې وروستیو کې د دې ولایت په ډېری سیمو کې د اوبو څاګانې وچې شوې دي.
هغوی له هېوادوالو غواړي چې د اوبو له بې ځایه  مصرف څخه په جدي ډول ډډه وکړي، څو په هېواد کې د وچکالۍ مخه ونیول شي او خلک له ستونزو سره مخ نه شي.

د کندهار ولایت د عینو مېنې اوسیدونکی شوکت الله وایي، چې د دې ولایت ډېریو ولسوالیو کې د اوبو څاګانې او برمې وچې شوې دي.

د شوکت الله په وینا، د کور څا مو وچه شوې، له تېرو شلو ورځو راهیسي د سیمې له بل کور څخه د کور د ضرورت اوبه راوړم، چې دې چارې مې ژوند تر پخوا ستونزمن کړی دی.

هغه دغه راز وایي، چې د دې سیمې د ډېری کورونو د کور د پاکو اوبو څاګانې وچې شوې دي، د هېواد د نورو ولایتونو له خلکو هیله کوم چې د اوبو له بې ځایه استعمال څخه ډډه وکړي او په خپلو سیمو کې خلک وپوهوي چې له دا ډول ستونزو سره مخ نه شي.

بلخوا د کندهار د سپین بولدک یو تن اوسیدونکی اغاګل رسولي وایي، چې په دې وروستیو کې په بولدک کې هم ګڼ شمېر د اوبو څاګانې او برمې وچې شوې دي او د سیمې خلک ان د څښاک اوبو ته اندېښمن دي.

رسولي وایي، حکومت باید له داسې لارو چارو کار واخلي چې په ترڅ کې یې د هېواد خلک وپوهوي څو د اوبو له بې ځایه مصرف څخه ډډه وکړي.
دی زیاتوي، که څه هم تېر ژمی په هېواد کې د تېر کال په پرتله د بارانونو او واورو ډېر اورښت وشو، خو بیا هم د خلکو د کورونو څاګانې وچې شوې، که حکومت او خلک دې ستونزې ته جدي پاملرنه ونه کړي په هېواد کې به وچکالۍ لا زیاتې ستونزې رامنځته کړي.
د رسولي په وینا، په نورو کلونو کې به مو کروندو ته پر وخت اوبه رسېدلې، د سیمې ډېری خلک به د خپلو کښت له حاصلاتو خوښ وو، خو سږ کال د کورونو د پاکو اوبو څاګانې وچې شوې دي.

په کندهار کې دیني عالم مولوي ثمرګل حبیبي وایي، د جوماتونو امامان او حکومتي چارواکي باید خلکو ته عامه پوهاوی وکړي، څو اوبه بې ځایه مصرف نه کړي.

حبیبي وایي، زموږ په هېواد کې ولسونه تر هر چا زیات د دیني عالمانو خبرې اوري، که دیني عالمان په خپلو واعظونو کې خلکو ته د اوبو بې اصرافي په تړاو عامه پوهاوی وکړي مثبته پایله به ولري.
هغه زیاتوي، کله چې په یوه ټولنه کې داسې ستونزې رامنځته کېږي چې زیان یې خلکو ته رسېږي خو خلک نه پوهېږي نو دیني عالمان او حکومت مسؤلیت لري چې خلک له بېلابېلو لارو وپوهوي.

مولوي ثمرګل حبیبي په ټینګار کوي، چې حکومت او خلک باید دا ستونزه جدي ونیسي او هڅه دې وکړي چې د هېواد د نورو ولایتونو خلک له ورته ستونزې سره مخ نه شي.

بلخوا د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکي انجنیر دلاور هم پنجره ورځپاڼې ته وویل، چې په دې ولسوالۍ کې د اکثرو کورونو او هغه ژورې څاګانې وچې شوې دي، چې خلکو په خپلو ځمکو کې د کروندو د اوبه کولو لپاره ویستلې وې.

دلاور زیاتوي، زموږ په هېواد کې د خلکو د سواد کچه ټيټه ده ډېری خلک نه پوهېږي چې د اوبو بې ځایه مصرف په ټولنه کې پراخې ستونزې رامنځته کوي، له همدې امله لوستي ځوانان، دیني عالمان او اوسنی حکومت باید په هېواد کې د د خلکو د پوهاوي په موخه پراخ کمپاینونه په لار واچوي.
لوستي ځوانان باید په خپلو سیمو کې نالوستي ځوانان وپوهوي چې په کورونو کې د اوبو له بې ځایه مصرف څخه ډډه وکړي، دیني عالمان په خورا اسانۍ سره کولی شي چې په خپلو تقریرونو کې خلکو ته د اوبو د بې ځایه مصرف زیانونه بیان کړي او طالب سرپرست حکومت باید دا مسؤلیت ادا کړي، چې ولسونو ته د عامه پوهاوي غونډې او سمینارونه جوړ کړي.

د انجنیر دلاور په وینا، که عامه پوهاوی وشي، خلک په دې وپوهېږي چې، د اوبو بې ځایه مصرف ټول هېواد له ستونزو سره مخ کولی شي نو زه ډاډه یم، چې دا ستونزه به ۵۰ سلنه حل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د کندهار په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو کروندګرو د اورښتونو د نشتوالي له کبله اندېښنه څرګنده کړې وه، او له حکومت څخه یې د اوبو د ژورو څاګانو د کندلو په برخه کې د امکاناتو غوښتنه کړې وه.

Back to top button