ايران کې له افغان کډوالو سره روان چلند

ايران د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ جبري او چټکه کړې ده.

يوه اونۍ کېږي، چې ايران له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ پيل کړې او په تیرو څو ورځو کې یې زرګونه افغانان په جبري ډول له دغې خاورې ايستلي دي.

بلخوا په افغانستان کې د سرپرست حکومت د کډوالو چارو وزارت هم دا مسئله تاييدوي او وايي د ايران له لوري د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه شوې، چې شاوخوا ۱۷ زره کډوال يې په جبري ډول له خپلې خاورې ايستلي دي او لا هم دا لړۍ روانه ده.

له دې سره جوخت پاکستان هم د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ پيل کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې ۲ سوه کډوال په جبري ډول ايستلي دي.

د ايران او پاکستان دا لومړی ځل نه دی، چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي او په جبري توګه يې وباسي؛ بلکې د دواړو هېوادونو دا کړنې د کلونو کلونو راهيسي روانې دي او طالب سرپرست حکومت هم د دې ستونزې په هوارولو کې پاتې راغلی.

Back to top button