کندهار کې د ځمکني توتانو حاصلات ډېر شوي

په کندهار کې د ځمکني توتانو حاصلاتو کې سږکال ډېروالی راغلی.

په کندهار کې د طالبانو د سرپرست حکومت ځايي چارواکي وايي، چې سږکال په دغه ولايت کې پر پنځوس جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي دي.

هغه زیاتوي، چې د یوه کیلو ځمکنیو توتانو بیه په بازار کې شاوخوا څلور سوه افغانیو ته رسېږي.

کروندګر بیا وايي، د کندهار مسؤلین دې د بازار موندنې په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.
د دوی په وينا، که حکومت له موږ سره په بازار موندنه کې مرسته وکړي او بازار ورته پیدا شي، ځمکني توتان د کوکنارو غوره بدیل دی.

Back to top button