Trending

کابل ښار کې چاودنه شوې

د طالب سرپرست حکومت د کورنيو چارو وزارت منلې، چې په کابل ښار کې چاودنه شوې. 

د طالب سرپرست حکومت د کورنيو چارو وزارت د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې  نن شاوخوا درې بجې د کابل ښار هوايي ډګر سيمه کې د استقلال هوټل مخې ته چاودنه شوې ده.

د نوموړي په خبره، دا چاودنه هغه ځای کې شوې، چېرته چې نن د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د مړينې شپږم تلين لمانځل کېده. هغه زياتوي، چې په دې چاودنه کې يوازې يو تن ټپي شوی دی.

خالد ځدراڼ وايي، چې سيمې ته د امنيتي ځواکونه تللي او د پېښې په هکله يې پلټنې پيل کړي دي.

تراوسه د دې پېښې مسووليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

Back to top button