کندز کې ترافیکي پېښې مرګ ژوبله اړولې ده

کندز کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

د کندز ولایت په «دشت آبدان» کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي. د طالبانو د سرپرست حکومت د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند عبیدالله عابدي رسنیو ته د یادې پېښې په تاید سره ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د کندز د دشت آبدان- امام صاحب په عمومي لاره د موټر چلونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي چې طالب ځواکونو د دې پېښې ټپیان د درملنې په موخه د کندز ملکي روغتون ته لېږدولي دي.

Back to top button