ارزګان کې کروندګر د کوکنارو پر ځای پنبه کري

په ارزګان کې کروندګرو د کوکنارو پر ځای د پنبې کرلو ته مخه کړې ده.

په ارزګان کې تازه کروندګرو په هغه ځمکو د قالکو يا پنبې کښت کړی دی چې پخوا به یې په کې تارياک کرل.
د یاد ولایت اوسيدونکو پنجره ورځپاڼې ته ویلي، چې د پنبې کر اسانه او ګټه يې ډېره ده، ځکه دوی اوس د دغه کښت کر ته مخه کړې ده.

د ارزګان مرکز ترينکوټ یوه ځایي اوسيدونکي اکبرجان په دې تړاو وايي، چې د پنبې کښت د کوکنارو ښه بديل دی او طالب سرپرست حکومت دې له کروندګرو سره د بازار موندنې په برخه کې مرسته وکړي.

د اکبرجان په وینا دغه کښت د اوړي موسم لپاره ډېر ښه دی دا يې درېيم او څلورم ځل دی خو لاهم د ګل نيونې غوټۍ په کې پاتې دي، د تارياکو کار ډېر او ګټه يې کمه ده، پنبه د تارياکو دوه چنده حاصل کوي خو چې بازار يې ورته پیدا شي يو جريب ځمکه لږ تر لږه ۸۰ منه قالکي کوي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ارزګان ځايي چارواکي وايي، چې دوی هڅه کوي له کروندګرو سره د هغوی د حاصلاتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې مرسته وکړي.
د ارزګان مرستيال والي حاجي مزمل وايي، موږ په دې خبرې کړي چې د پنبې ترڅنګ به د ټولو حاصلاتو او کورنيو توليداتو لپاره مارکيټ پیدا کوو.

ارزګان چې يو زراعتي ولايت دی ډيری خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې د خپلو کورنیو ورځني مصرفونه لاس ته راوړي.

Back to top button