زابل کې د کولرا ناروغۍ خطر

زابل ولايت کې کولرا ډوله ناروغي په لوی خطر اوښتونکي ده.

دوه ورځې وړاندې د زابل شاجوی ولسوالۍ د شخال کلي کې کولرا ډوله ناروغي په لويانو او ماشومانو کې خپره شوې، چې سل کسان یې مسموم کړي دي.

له دې پېښې وروسته سيمې ته روغتيايي ټيمونه تللي او ناروغان يې د زابل ولایتي روغتون ته انتقال کړي.

اوس تازه د زابل د عامې روغتيا برخې مسولین وايي، چې ياده ناروغي د دې ولایت په نورو ولسوالیو کې خپره شوې ده.

د زابل‌ د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي په وينا، تازه د شاجوی ولسوالۍ څخه په دې ناروغۍ لس اخته کسان ولایتي روغتون ته ور وړل شوي، چې روغتيايي وضعيت یې خراب ښودل شوی.

د زابل اوسېدونکي دې ناروغي ته اندیښمن دي او له دولت څخه د پاملرنې غوښتنه کوي.

Back to top button