کرزی: اړتيا نشته، چې ښځينه خبريالانې مخونه پټ کړي

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، اړتيا نشته، چې ښځينه خبريالانې خپل مخونه پټ کړي. 

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له سي ان ان ټلويزيوني شبکې سره په تازه مرکه کې ويلي، چې د دې اړتيا نه ليدل کېږي، څو افغان ښځينه خبريالانې خپل مخونه پټ کړي.

د کرزي په وينا، مخ پټول حجاب نه دی او ټينګار کوي، چې دا د افغانستان د فرهنګ برخه نه ده؛ بلکې هغه وايي چې دا د نورو هېوادونو دود او افغانستان ته انتقال شوی دی.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، افغانستان يو اسلامي هېواد دی او زياتوي، چې ښځو یې تل د حجاب مراعاتولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

نوموړي له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځيو دروازو تړل خواشینونکې مسئله ياده کړې او د طالبانو سرپرست حکومت دا پرېکړه یې د افغانستان په تاوان ګڼلې ده.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د افغانستان ټلويزوني شبکو ته د يو فرمان په لېږلو سره له ښځينه خبريالانو غوښتي، چې له دې وروسته د خپرونو پر مهال مخونه پټ کړي.

Back to top button