د هاوان سرګلولې غزني کې یو ماشوم مړ کړی

د هاوان د سرګلولې د چاودنې له امله غزني کې یو ماشوم مړشوی دی.

د هاوان د سرګلولې د چاودنې له امله غزني کې یو ماشوم مړ شوی دی، د طالبانو د سرپرست حکومت د غزني د والي ویاند سرچینو ته ویلي دي، چې د غزني ولایت د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د هاوان مرمۍ د سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم مړ او یو ټپي شوی دی.

هغه زیاتوي، چې سرګلوله هغه وخت چاودلې چې ماشومانو غوښتل د خرڅلاو په موخه یې د کباړ اخیستونکي دوکان ته ولېږدوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په غزني او د هېواد په نورو ولایتونو کې پخوانیو ناچاودو ماینونو او سرګلولو د افغان ماشومانو ژوند اخیستی دی.

Back to top button