طالبان: لوګر کې د غصب مخه نیول شوې

طالبان وایي لوګر کې یې د لسګونه جریبه دولتي ځمکو او ملکیتونو د غصب مخنیوی کړی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر ولايت مسؤلین وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکو له غصب سره د مبارزې کمېټې د ښار جوړونې او ځمکو ریاست په همکارۍ د لوګر ولایت د التمور په سیمه او د بیدک په دښتو کې په خپلو وروستیو فعالیتونو کې لسګونه جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو څخه ژغورلې او د غصب مخه یې نیول شوې ده.

هغوی زیاتوي، چې په لوګر کې د ځمکو له غصب سره د مبارزې کمېټې له لوري په داسې حال کې دولتي ځمکې بېرته راګرځول کېږي، چې په وار وار یې د رسنیو له لارې خلکو ته په ځانګړې توګه د دولتي ځمکو او ملکیتونو غاصبینو ته خبرداری ورکړی چې د دولتي ځمکو او ملکیتونو د غصب څخه ډډه وکړي.

د لوګر د ځایي مسؤلینو په وینا په دې ولایت کې تر دې مهاله د دولتي ځمکو ۳۵ غاصبين هم نيول شوي دي.

Back to top button