لوګر کې د کرېکټ لوبغالي د جوړېدو چارې پیل شوې

لوګر ولايت کې د کرېکټ لوبغالي د لومړي احاطوي دېوال چارې پیل شوې.

د لوګر د کرېکټ مسؤلین وایي، چې په دې ولایت کې د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې له لوري د لوبغالي د احاطوي دېوال د جوړېدو چارې په رسمي توګه پیل شوې.

هغوی زیاتوي، چې د یاد لوبغالي د احاطوي دېوال چارې د افغانستان د کرېکټ بورډ په مالي لګښت د سالار پښتون ساختماني شرکت له لوري ترسره کيږي، چې په نږدې ورځو کې به يې چارې بشپړې شي.

Back to top button