کرزي د جاپان له سفیر سره ولیدل

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تکاشي اوکادا سره ولیدله.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، چې په کابل کې یې د جاپان له سفیر تکاشي اوکادا سره ولیدله.
هغه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې یې د افغانستان د فرهنګي ښیګڼو په تړاو خبرې وکړې، او د نجونو د زده کړې پر ضرورت او د ښوونځیو پر بیا پیل یې په کلکه ټینګار وکړ.

پخوانی ولسمشر کرزی دغه راز زیاتوي، له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې مو د جاپان له همکاریو مننه او قدرداني وکړه، او له جاپان څخه مو وغوښتل ترڅو افغان ځوانانو ته د لا زیاتو تحصیلي بورسونو زمینه برابره کړي.

Back to top button