د طالب سرپرست حکومت نوی حکم

د افغانستان ټلويزيوني شبکې د طالبانو سرپرست حکومت له لوري په ښځينه خبريالانو د نوي حکم پلي کولو خبر ورکوي.

د شمشاد ټلویزیون کارکوونکي وايي، چې د‌ سرپرست حکومت امربالمعروف او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو د دغه ټلويزون ادارې مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې تر دې وروسته دې ښځينه ویاندویانې په ښکاره مخ پر تلوېزیون نه را ښکاره کېږي او د خبرونو او خپرونو پرمهال دې مخونه پټ کړي.

دوی وايي، چې د طالبانو سرپرست حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر غړو شمشاد ټلویزیون ته د دغه حکم قطعي بللی دی.

له دې سره جوخت طلوع نيوز هم په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ورته امر کړی، څو له دې وروسته د دغې شبکې ټولې ښځینه ویندویانې او خبريالانې د خپرونو پر مهال خپل مخونه پټ کړي.

بلخوا په ټولنيزو رسنيو کې هم د خپاره شویو معلوماتو له مخې ويل کېږي، چې دغه حکم د هېواد ټولو تصویري رسنیو ته استول شوی دی.

Back to top button