د افغانستان وارداتي برېښنا ستونزې

طالب سرپرست حکومت وايي، چې د برېښنا له ادرسه د ګاونډيو هېوادونو سل ميليونه ډالره پوروړی دی.

د طالب سرپرست حکومت د اوبو او برېښنا وزارت ويلي، د هغو هېوادونو، چې افغانستان ته يې برېښنا وارده کړې سل ميليونه ډالره پوروړی دی. د ياد‌ وزارت په خبره، دغو هېوادونو ته د پيسو په لېږد کې زيات خنډونه رامنځته شوي، چې له وجې په دې نه دی بريالی شوی، څو دا پورونه پرې کړي.

افغانستان شاوخوا ۷۴ سلنه وارداتي برېښنا لري، چې تر ټولو ډېره برخه يې د مرکزي اسیا هېوادونه تامینوي.

په دغو هېوادونو کې زياته برخه برېښنا ازبکستان هېواد افغانستان ته ورکوي، بيا په ترتيب سره ترکمنستان، تاجکستان او ايران هېوادونه دي.

طالب سرپرست حکومت وايي، چې د دغو هېوادونو سل ميليونه ډالر پوروړي دي، خو په خبره یې د پيسو لېږد د دوی پر مخ تر ټولو ستره ستونزه يادوي، چې د حل په موخه يې هڅې روانې دي.

‌د‌ يادونې ده، چې افغانستان ته د وارده شوې برېښنا مزي، د څو کلونو راپدیخوا وخت ناوخت د هېواد شمالي ولايتونو په اږدو کې د بمي چاودنو له امله  تخریب کېږي او لا يې کوم حکومت د امنيت په تامينولو کې بريالی شوی نه دی.

Back to top button