لوګر کې د ښوونیزو مرکزو مسؤلینو ته سمینار جوړ شو

د لوګر د محمدآغې ولسوالۍ د ۷۶ ښوونيزو مرکزونو مسؤلینو ته روزنيز سمينار جوړ شو.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولايت د محمداغې ولسوالۍ د شته ۷۶ ښوونيزو مرکزونو مسؤلانو ته د ظرفیت لوړولو دوه ورځنى روزنيز سمينار په لاره واچول شو.

هغوی زیاتوي، چې دغه روزنيز سمينار د پوهنې وزارت د رسمي لارښوونې له مخې د پوهنې رياست د پلان او راپور ورکولو مديريت له لوري په لاره اچول شوى دى؛ چې په کې د ښوونځيو مسؤلانو ته د ښوونځیو د احصايې فورمو د ډکولو پروسې په اړه اړینې لارښوونې او معلومات ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په لوګر کې تر دې وړاندې هم د ۲۶۲ دولتي او خصوصي ښوونيزو مرکزونو ۲۶۲ مسؤلينو ته ورته روزنيز سمينارونه جوړ شوي دي، او د يادو سمينارونو تر پاى ته رسېدو وروسته په شته ۳۳۸ دولتي او خصوصي ښوونيزو مرکزونو کې د احصايې فورمو د ډکولو پروسه پيل شوې ده.

Back to top button