تاجکستان کې د ازادۍ راډيو دوه خبریالان وهل شوي

په تاجکستان کې ناپېژانده کسانو د ازادۍ راډیو دوه خبريالان وهلي او ټکولي دي.

د ازادۍ راډيو د معلوماتو له مخې، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې د دغې راډیو د تاجکستان د څانګې دوه خبریالان وهل شوي دي او د یوې بلې ازادې رسنۍ له دوو نورو خبریالانو سره بد چلند شوی دی.

ملا رجب یوسفي او برات یوسفي د ازادي راډیو د تاجکي څانګې خبریالان د سې شنبې په ورځ وروسته تر دې په پلازمېنه دوشنبې کې د ناپېژاندو کسانو له لورې وهل شوي، چې د بشري حقونو له مدافعینو سره تر مرکې وروسته د خپل دفتر په لور روان وو.

د دوشنبې په ښار کې برید کوونکو ملا رجب یوسفي او برات یوسفي له خپل موټره رابهر کړي او وهلي يې دي.

په تاجکستان کې دننه او بهر د رسنيو غړو د ازادۍ راډيو خبريالانو سره ورته چلند په کلکو ټکو غندلی او د دغه هېواد له حکومت يې د مجرمينو د نيولو غوښتنه کړې.

تاجکستاني حکومت بيا تر دې دمه د دغو خبريالانو سره د ناوړه چلند په تړاو څه نه دي ويلي.

Back to top button