په ايران کې روان لاريونونه

په ايران کې د اوسني حکومت پر ضد پراخ لاريونونه روان دي.

د رسنيو د راپورونو پر بنسټ، د ایران په ګڼو ښارونو کې خلک سړکونو او کوڅو ته راوتلي او د حاکم اخوندي نظام پر ضد شعارونه ورکوي.

لاریونوال د دغه هېواد اوسنی اخوندي حکومت يو ناکام رژيم بولي او زياتوي، چې په خلکو ظلمونه او وحشتونه کوي. دوی همداراز په خپل حکومت غږ کوي، چې نور‌ خپلو ناروا کړنو ته د پای ټکی کېږدي.

هاخوا بيا پوليسو ګڼ لاریونوال نيولي، زندانونو ته يې اچولي او خپل امنيتي تدابير يې ډېر کړي دي.

بلخوا د بشري حقونو فعالان بيا وايي، چې په ايران کې قيمتي ده، نو خلک هم حق لري، څو د خپلو غوښتنو لپاره غږ پورته کړي او له دوی سره د ايران حکومت له لوري روان چلند غندي.

د يادونې ده، چې د ايران اوسني حکومت له ډېره وخته د ګڼو خلکو له ناراضۍ سره مخ دی، خو حکومت بيا وايي دوی د پرديو په اشاره دغه ډول کړنې ترسره کوي.

Back to top button