بدخشان کې د غره ښوېدو مرګ ژوبله اړولې

په بدخشان ولایت کې د غره ښوېدو له امله څلور کسان مړه شوي دي.

سرچینه وایي، چې د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ په شولر پایان سیمه کې د غره د ښوېدو له امله څلور کسان مړه شوي دي.
سرچینه زیاتوي یاد کسان د یوه غره ترڅنګ په زر وینځلو او د طلا په کار بوخت وو، چې د غر پرې ښوېدلی او مړه شوي دي.

د بدخشان ځایي مسؤلینو د دې پېښې په تړاو تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم په بدخشان ولایت کې د غره ښوېدو له امله څو کسان ټپیان او وژل شوي وو.

Back to top button