هند هڅه کوي په کابل کې سفارت پرانیزي

د هند ډیپلوماتیکې او امنیتي سرچینې هڅه کوي چې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د هند ډيپلوماتیکې او امنیتي سرچینې هڅه کوي تر څو په کابل کې د دې هېواد سفارت بېرته پرانیزي.

سرچینې وایي، په دې وروستیو کې په کابل کې ګڼو هېوادونو خپل سفارتونه پرانیستي دي چې دې مسئلې هند هم هڅولی او غواړي په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

هندي چارواکو څه موده وړاندې هم سرچینو ته ویلي وو، چې په کابل کې به د هند د سفارت ځینې څانګې خپل فعالیت بېرته پیل کړي.

Back to top button