لوګر کې ښوونکو ته سلګونه بستونه منظور شول

د لوګر ولایت ښوونځو ته د ښوونکو ۸۴۷ نوي بستونه منظور شول.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوکر د پوهې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولايت د نجونو او هلکانو په شته ۲۷۶ ښوونځيو کې د ښوونکو د کمښت د ستونزې هواري لپاره د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکو ۸۴۷ نوي بستونه رسمآ منظور شول.

هغوی زیاتوي، چې په منظور شويو بستونو کې د ښوونځيو د اړتيا سره سم د بېلا بېلو مضمونونو بستونه شامل دي، چې ډېر ژر به د ازادې سيالۍ له لارې وړ ښوونکي په کې وګومارل شي.

د لوګر د پوهنې رياست د نویو منظور شویو بستونو په شمول ۵۲۲۴  رسمي تشکيل لري، چې  ۱۰۱۹ يې لاهم خالي  دي او ډېر ژر به ازادې سيالۍ ته وړاندې شي.

Back to top button