لوګر کې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ هلک شوی

لوګر کې یوه ۱۶کلنه نجلۍ تر جراحي عملیاتو وروسته هلک شوی دی.

د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په دهنو کلي کې د شهنار په نوم یوه ۱۶کلنه نجلۍ تر جراحي عملیاتو وروسته هلک شوی دی.

لوګر کې سرچینې پنجره ورځپاڼې ته وویل، چې د شهناز په نوم دغه ۱۶ کلنه پېغله چې ۱۲ کاله زده‌ کړې یې هم د نجونو ښوونځي کې کړي، تر جراحي عملیاتو وروسته هلک شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې د کورنۍ غړیو هغه ته عبدالله نوم غوره کړی.

عبدلله دغې سرچینې سره په خبرو کې ویلي، چې غواړي پاتې زده‌کړې بشپړې کړي او په خپله خوښه واده وکړي.

 

Back to top button