د ناټو تازه څرګندونې

ناټو وايي پر اوکراین د روسیې له برید وروسته اوس غواړي ډېر ژر دغه سازمان کې د فنلنډ او سويډن په يو ځای کېدو پرېکړه وشي.

د ناټو عمومي منشي ينس سټولتنبرګ په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته اوس ډېره جدي اړتيا ده، څو په دغه سازمان کې د فنلنډ او سويډن په يو ځای کېدو ډېر ژر پرېکړه وشي.

نوموړي ويلي، چې په کار ده دغه هېوادونه سره ژمن شي او له دوی به دفاع ناټو خپل مسوولیت ګڼي.

له دې سره جوخت روسیه بيا وايي، پر اوکراین يې د دې لپاره برید وکړ، ځکه چې غوښتل يې د ناټو غړيتوب ترلاسه کړي. همداراز فنلنډ او سويډن ته يې هم خبرداری ورکړی، چې که دوی له ناټو سره يو ځای شي نو روسيه به يې پر وړاندې اقدام وکړي.

ټاکل شوې چې د فنلڼډ او سويډن هېوادونو مشران راتلونکې چهارشنبه ناټو ته خپل غوښتنلیکونه وسپاري او د دوی وېره دا ده، څو روسيه پرې بريد ونه کړي.

Back to top button