د برېښنا نشتوالي خلک له ستونزو سره مخ کړي

د مرکز کابل او ولایاتو یو شمېر خلک د برېښنا د نشتوالي ستونزې څخه شکایت کوي.

د کابل او ولایاتو یو شمېر خلک د برېښنا له نشتوالي څخه شکایت کوي، هغوی وایي، چې طالب سرپرست حکومت نه شي کولی چې د برېښنا د پایو امنیت وساتي، له همدې امله خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د کابل د اومې ناحیې یو اوسیدونکو پنجره ورځپاڼې ته وویل، چې له څو ورځو راهیسې برېښنا نشته، چې دې چارې د دې سیمې خلک له خورا زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي، هجرت الله چې د چهلستون د اغا علي شمس سیمې اوسیدونکی دی وایي، چې طالب سرپرست حکومت د برېښنا د پایو د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلی او نه شي کولی چې د پایو امنیت وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو د حکومت برېښنا ریاست د یوې ویجاړې شوې پایې د رغولو خبر ورکړی و، خو لا هم خلک د برېښنا له ستونزو سره مخ دي.

Back to top button