مسلم یار د یوناما له مرستیال سره لیدنه کړې

د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلم یار د یوناما له مرستیال سکاټ سمیټ سره په کابل کې لیدنه کړې ده.

د جمهوري نظام د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلم یار وایي، چې په کابل کې یې د یوناما له مرستیال سکاټ سمیټ سره لیدنه کړې ده.

هغه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې مو په افغانستان کې د یوناما پر موثر رول، له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو، روان وضعیت، پر شته فرصتونو او ننګونو تفصیلي خبرې وکړې.

مسلم یار دغه راز زیاتوي، له سمیټ څخه مې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د دوامداره مرستو له امله مننه وکړه او راتلونکي کې مې د لا زیاتو اقتصادي همکاریو د دوام هیله څرګنده کړه، سکاټ سمیټ وویل چې افغانان د خبرو اترو لپاره یو ټول ګډونه بحث او خبرو ته اړتیا لري او ملګري ملتونه ژمن دي چې دې برخه کې د پام وړ همکاري وکړي.

Back to top button