په ارزګان کې اورلګېدنه رامنځته شوې

په ارزګان ولايت کې اورلګېدنې خلکو ته مالي زيانونه اړولي دي.

د ارزګان سيمه ييز مسولين وايي، د دغه ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې د ګاز ډبې چاودنې له امله اور لګیدلی، چې له امله یې لس دوکانونه سوځیدلي او خلکو ته يې درې میلیونه افغانۍ زیان یې اړولی دی.

د طالب سرپرست حکومت د ارزګان ولايت د اطلاعات او کلتور رئیس ملا محمد اصف وايي، پيښه تېره ورځ ماسپښين درې بجې د ولسوالۍ په بازار کې د ګاز ډبې د چاودنې وروسته رامنځته شوې چې پر مهال يې د ملکي خلکو لس دوکانونو اور اخیستی او ۳ ميليونه افغانۍ زيان ورته اړولی دی.

نوموړی وايي، په دې اورلګېدنه کې درې دوکانونه په بشپړ ډول سوځیدلي دي. د محمد اصف په وينا، چاته ځاني زيان نه دی اوښتی؛ خو په وايي، چې زیانمنو سره به مالي مرستې وکړي.

Back to top button