پوتين او امام علي د افغانستان په اړه خبرې کړي

د روسيې او تاجکستان ولسمشرانو د افغانستان په هکله خبرې کړې دي.

د روسیې ټاس خبري اژانس د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر له قوله خبر ورکوي، چې ويلاديمير پوتين او امام علي رحمانوف د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغانستان اوسني وضعیت په هکله هم خبرې کړې دي.

ياد خبري اژانس وايي، چې دواړو خواوو له افغانستان سره د تاجکستان پر ګډه پوله او په کې د وروستيو پرمختګونو په هکله خبرې اترې کړې دي.

د تاجکستان او روسیې ولسمشرانو ترمنځ د افغانستان په تړاو داسې مهال بحث کېږي، چې په دې وروستيو کې له تاجکستان سره د افغانستان پر پوله ستونزې را ولاړې شوې دي او دغه هېواد يې سخت خواشينی کړی دی.

د يادونې ده، چې څه موده وړاندې د تخار ولايت د غار ولسوالۍ څخه د تاجکستان پر لورې توغندي لګېدلي وو، چې پړه يې داعش ډلې په غاړه واخيسته.

Back to top button