د قشقري څاه د تېلو د تصفیې چارې پیلېږي

په سرپل ولایت کې د قشقري څاه د تېلو د تصفیې چارې پیلېږي.

د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي وايي، چې نږدې راتلونکي کې به د سرپل ولایت د قشقري څاه د تېلو د تصفیې چارې پیل شي.
هغوی زیاتوي چې د یادې څاه د تېلو د تصفیې چارې به د یوه خصوصي شرکت له لوري پیل شي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د رسنیو مسؤلین وایي، چې دې شرکت د دې څاه د زېرمې قرارداد په یوه مزایده کې ترلاسه کړی و.

هغوی دغه راز زیاتوي، چې په دې مزایده کې چې ۵ ورځې وړاندې ترسره شوه د نارت نوبل انرژۍ په نوم د اومو تېلو د تصفیې افغاني شرکت ګټونکی اعلان شو، او په ډېرو نږدې ورځو کې به دا شرکت د تصفیې چارې پیل او روانې وساتي.

د قشقري څاه څخه د ورځې شاوخوا لس زره ټنه اومه تېل ترلاسه کېږي او په مزایده کې یې د یو ټن بیه ۶۳۱ ډالره ټاکل شوې ده.

Back to top button