د لوګر والي او د م.م ساحوي دفتر مسؤلينو ليدنه

د لوګر والي د ملګرو ملتونو د بشري چارو په برخه کې د دغه سازمان د ساحوي دفتر له یو شمیر مسٶلینو سره لیدنه وکړه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر رسنیز دفتر مسؤلین وایي، چې د دې ولایت والي مولوي عنايت الله شجاع د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر له مشر سپيني پيټريک او ورسره مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

هغوی زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د غونډې ترتیبول او همدارنګه د ښځو د حقونو او د بیان د آزادۍ په ګډون پر یو لړ موضوعاتو خبرې وشوې.

هغوئ دغه راز وایي، چې د لوګر والي مولوي عنايت‌الله شجاع په لیدنه کې ویلي، چې طالب سرپرست حکومت ښځو او نجونو ته غوره حقونه ورکړي دي، او هغوی به خپل مشروع حقونه هيڅکله له لاسه ورنه کړي.

Back to top button