يوناما: طالبان دې د ښځو اساسي حقونو ته درناوی ولري

ملګرو ملتونو له طالب سرپرست حکومت څخه د‌ ښځو او نجونو اساسي حقونو ته د درناوي او تضمين غوښتنه کړې ده. 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يا يوناما په يو ټويټر پيغام کې ويلي، چې د دغه سازمان ځانګړې استازې د طالب سرپرست حکومت چارواکو سره په ليدنه کې غوښتنه کړې، څو د نجونو او ښځو اساسي حقونو ته درناوی ولري.

يوناما همداراز ليکلي، دوی له طالب چارواکو غوښتي دي، چې د نجونو ښوونځيو دروازې پرانيزي او‌ اجازه دې ورکړي، څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

يوناما ټينګار کوي، چې طالبانو سره د تعامل په خاطر  دوی ته په کار ده، څو خپلې شوې ژمنې عملي کړي.

دغه دفتر زياتوي، دوی همداراز له طالبانو غوښتي دي، چې ښځې کار ته پرېږدي او بايد ډاډ ترلاسه شي، څو ښځې په ازاد ډول تګ راتګ وکړي.

يوناما په افغان ښځو د طالب سرپرست حکومت له لوري پر وروستيو فشارونو خواشيني څرګنده کړې او وايي، چې د افغانانو د‌ ملاتړ لپاره، طالب چارواکو سره خپلو خبرو ته دوام ورکوي.

يوناما دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په یوه فرمان کې د ښځو شرعي حجاب جبري کړ.

Back to top button