هرات کې د طالبانو نوی بندیز

طالبانو په هرات ولایت کې په هوټلونو کې د مېرمنو او سړیو پر یو ځای ډوډۍ خوړلو بندیز ولګاوه.

سرچینې وایي، چې د طالبانو سرپرست حکومت د هرات ولایت په هوټلونو کې د مېرمنو او سړیو پر یو ځای ډوډۍ خوړلو بندیز ولګاوه.

د معلوماتو پر بنسټ، په هرات کې طالب چارواکو اعلان کړی چې مېرمنې او سړي حتا که ښځه او خاوند هم وي، په هوټلو کې یو ځای ډوډۍ نه شي خوړلی.

په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر مسؤلینو ویلي، چې هوټلونو ته امر شوی چې مېرمنو او سړیو ته د ډوډۍ خوړلو بېل ځایونه برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې طالب سرپرست حکومت د افغان مېرمنو د حقونو په اړه محدودیتونه زیات کړي دي.

Back to top button