پاکستانۍ کلدارې ارزښت بايللی

د ډالرو پر وړاندې پاکستانۍ کلدارې بې کچه توګه خپل ارزښت بايللی دی.

پاکستانۍ کلداره ورځ تر بلې د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت بايلي او دا مهال د دغه هېواد په بانکونو کې يو امريکايي ډالر په ۱۹۱ کلداره تبادله کېږي.

همداراز د پاکستان په عامه بازارونو کې هم د ډالرو ارزښت لوړ شوی او کلداره په بې مخينې توګه ټيټه شوې ده.

پاکستان کې د سياسي جنجالونو او کشمکشونو وروسته، د ايتلافي حکومت په راتګ سره خلک هېله مند شوي وو، څو کلدارې به بېرته خپل ارزښت ترلاسه کړي، خو اوس بر عکس دا پيسې ورځ تر بلې خپل ارزښت بايلي.

Back to top button