کانګرېس د بايډن پر وړانديز بحث ونه کړ

د امريکا سنا مجلس د تازه ورغلو افغان کډوالو پر دايمي اوسېدو له بحث څخه ډډه وکړه.

سي ان ان ټلویزیون راپور ورکری، چې د امريکا سنا مجلس يا کانګرېس د ولسمشر بايډن پر هغه وړانديز بحث ونه کړ، چې له مخې یې بايد دغه هېواد کې تازه ورغلو افغان کډوالو ته د دايمي اوسېدو اقامې وړکړل شي.

بايډن څه موده وړاندې سنا مجلس ته يو وړانديز کړی و، چې امريکا ته د تازه ورغلو افغان کډوالو لپاره لارې چارې ولټوي او دوی ته د دايمي اوسېدو زمينه برابره کړي، خو د سنا مجلس د کوم علت له څرګندولو پرته په دې اړه بحث نه دی کړی.

په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو سره جوخت امريکا زرګونه کسان د تخليې پروسه کې وويستل، چې اکثره يې لا هم نه دي ځای پر ځای شوي او په نظامي کمپونو کې ژوند کوي.

Back to top button