د‌ اوکراین جګړې په تړاو د انتونیو ګوتريش څرګندونې

ملګري ملتونه وايي، په راتلونکي نږدې وختونو کې د اوکراین جګړې د درېدو څرک نه لیدل کېږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتريش په يو تازه جوړ شوي خبري کنفرانس کې رسنيو ته په خبرو کې ويلي، چې د دوی هڅه دا ده، څو د اوکراین جګړه ودروي، خو په وينا يې نږدې وختونو کې د دې جګړې د درېدو څرک نه لیدل کېږي.

هغه زياتوي، چې خامخا به د اوکراین جګړه درېږي، خو په اوسني وخت کې يو لوری هم د دې جګړې درېدو ته چمتوالی نه ښيي‌.

ګوتريش همداراز ويلي، چې د جګړې درېدو لپاره د ملګرو ملتونو هڅې روانې دي.

ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتريش دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په اوکراین کې د روسیې او اوکرايني پوځيانو ترمنځ کلکه جګړه روانه ده.

هاخوا اوکراينيان هم ادعا کوي، چې له خارکېف څخه يې يو ځل بيا روسي پوځيان په شا تمبولي دي.

Back to top button