طالبان: نړۍوال د حجاب په اړه د مداخلې حق نه لري

طالبان وايي، نړۍوال هېڅ حق نه لري، چې زموږ د خويندو د حجاب په اړه پرېکړه وکړي.

د‌ باختر خبري اژانس د طالب سرپرست حکومت د امربالمعروف او نهې عن‌ا‌لمنکر وزارت سرپرست وزير محمد خالد حنفي له قوله ليکلي، چې نړۍ‌وال هېڅ حق نه لري، څو زموږ د خويندو د حجاب په اړه پرېکړه وکړي. ياد‌ خبري اژانس په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.

د طالب سرپرست حکومت د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت، څو ورځې وړاندې د يو فرمان له مخې اعلان وکړ، چې افغان ښځې نور مکلف دي، څو حجاب واغوندي او دغه راز په فرمان کې دا هم ويل شوي، هغه ښځې چې حجاب نه اغوندي د کورنۍ مشرانو ته يې بايد سزا ورکړل شي.

ياد وزارت دا هم ويلي، چې چادري د افغان ښځو لپاره د حجاب تر ټولو غوره لباس دی.

اوس مهال د طالبانو دا پرېکړه د نړۍ‌والو او کورنيو رسنيو د بحث ګرمه موضوع ګرځېدلې، همدارنګه په کور دننه او بهر یې سخت غبرګونونه راپارولي دي.

Back to top button