ننګرهار کې د بوجیو فابریکې فعالیت پیل کړ

په ننګرهار ولایت کې د لومړي ځل لپاره د بوجیو جوړولو یوې لویې فابریکې فعالیت پیل کړ.

د ننګرهار د ځایي سرچینې وایي، چې په دې ولایت کې د لومړي ځل لپاره د بوجيو جوړولو فابريکې په فعاليت پيل وکړ، چې په ۲۴ ساعتونو کې به تر ۴۰ زرو پورې د بوجيو تولید ولري.

سرچینې زیاتوي، چې په دې فابريکه نږدې يو ميليون ډالر پانګونه شوې او شاوخوا سل کسانو ته په کې د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې یو شمېر تولیدي فابریکو بیا فعالیت پیل کړی خو لا هم خلک له بې روزګارۍ سر ټکوي.

Back to top button