قبر کې پر يوې ځوانې نجلۍ جنسي تيری شوی

پاکستان کې د يوې ځوانې نجلۍ جسد له قبر څخه را ایستل شوی او بيا پرې ډله ييز جنسي تيری شوی دی. 

پاکستاني رسنيو خبر ورکری، چې د دغه هېواد د پنجاب ايالت کې د يوې اتلس کلنې نجلۍ جسد له قبر څخه را ايستل شوی او بيا پرې ډله ييز جنسي تيری شوی دی. د رسنیو د معلوماتو له مخې، ياده پېښه د پاکستان په پنجاب ایالت کې رامنځته شوې ده.

د رسنيو د معلوماتو له مخې دا نجلۍ د کوچني اختر په دويمه ورځ د چاک کاملا او ګجرات پر لويه لار وفات شوې وه، چې د پنجشنبې په ورځ څو کسانو يې جسد له قبره را ايستلی او بيا يې پرې ډله ييز جنسي تيری کړی دی.

دغه رسنۍ زياتوي، پوليسو د پېښې په تړاو لسګونه کسان نیولي، خو په وينا يې لا څرګنده نه ده، چې دغو نيول شويو کسانو پر نجلۍ جنسي تيری کړی او کنه.

ځايي خلکو رسنیو ته ويلي، چې د نجلۍ له مرګ وروسته هغې ته د دعا لپاره قبر ته ورتلل، ګوري چې د قبر سر لوڅ دی او نجلۍ په کې نه نشته، وروسته له ډېرو پلټنو د نجلۍ جسد د هدیرې په يوه څنډه کې موندل شوی.

بلخوا بيا پاکستاني پوليس هم پېښه تاييدوي او وايي، چې په اړه يې پلټنې روانې دي.

Back to top button