کابل کې یو ځوان له انسان تښتوونکو ژغورل شوی
د طالبانو ځواکونو په کابل ښار کې یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغولی دی.
د طالبانو د سرپرست حکومت د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي چې په باغ بالا سیمه کې امنیتي ځواکونو یو ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
ځدران زیاتوي چې انسان تښتوونکي په تېښته بریالي شوي؛ خو په خبره یې د نیولو هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم طالبانو د انسان تښتوونکو له منګولو د یوې اته کلنې نجلۍ د ژغورلو خبر ورکړی و.