يوناما‌ د حجاب په اړه اندیښنه څرګنده کړې

يوناما د طالب سرپرست حکومت له لوري د حجاب په تړاو د وروستۍ پرېکړې په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده. 

‏په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يا یوناما د ښځو د حجاب په هکله د طالب سرپرست حکومت پر وروستۍ پرېکړې ژوره اندیښنه څرګنده کړې ده.

يوناما د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دا پرېکړه ښایي له نړۍوالې ټولنې سره د طالب سرپرست حکومت اړیکې نورې هم ترینګلې او ترمنځ یې واټن رامنځته کړي.

‏یوناما زياتوي، چې دوی به سمدستي له واکمنو چارواکو سره د ناستو غوښتنه وکړي؛ ترڅو د دغې پریکړې د دريځ په هکله نوره روښانتيا ترلاسه کړي.

دغه راز یوناما وايي، چې د نړۍ‌والې ټولنې له غړو سره به هم د دې پریکړې د اغیزو په هکله سلا مشورې وکړي.

Back to top button