ننګرهار کې د کادري بستونو له کاندیدانو ازموینه واخیستل شوه

‏په ننګرهار پوهنتون کې د کادري بستونو له ۱۰۴ کاندیدانو څخه ازموینه واخېستل شوه.

د ننګرهار ولایت ځایي سرچینې وایي، چې په ننګرهار پوهنتون کې د کادري بستونو له ۱۰۴ کاندیدانو څخع ازموینه واخیستل شوه.
سرچینه زیاتوي، د طالبانو د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت علمي معین لطف الله خیرخوا او د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د ازموینې بهیر څخه د لیدنې پر مهال استادانو ته لارښوونه وکړه، چې ګډونوالو کاندیدانو‏ته په ښه توګه لارښوونه وکړي ترڅو ازموينه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه په شفافه توګه واخيستل شي.

د يادونې وړ ده، چې د انګلیسي او عربي ژبې ازموینه د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له خوا د اقتصاد پوهنځي د ملي اقتصاد، ساینس پوهنځي ‏د بیولوژي او کېمیا، طب پوهنځي د بیزیک ساینس، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د عامه حقوقو، ښوونې او روزنې پوهنځي پښتو او ژورنالېزم پوهنځي د عامه اړېکو څانګو د اعلان شویو کادري بستونو لپاره واخیستل شوه، چې ۱۰۴ تنو کاندیدانو په کې ګډون درلود.

Back to top button