روسیه: اوکراین کې مو نظامي تجهيزات په نښه کړي

روسيه وايي، په اوکراین کې مو د امريکا او يو شمېر اروپايي هېوادونو نظامي تجهيزات په نښه کړي دي. 

د روسیې دفاع وزارت خبر ورکوي، چې د امريکا او يو شمېر اروپايي هېوادونو له لوري اوکراین ته رالېږل شوي نظامي تجهيزات يې په نښه کړي او له منځه یې وړي دي.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راځي، چې دغه تجهیزات يې د خارکیف د بوهودخیف اور ګاډي تم ځای ته څېرمه په نښه کړي دي.

دغه راز د روسیې دفاع وزارت په خپره شوې، خبرپاڼه کې ادعا کوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د اودسا بندر ته نږدې د وسلو د درېوو ډيپوګانو په ګډون، د اوکراین ۱۸ پوځي تاسيسات هم په بشپړه توګه له منځه وړي دي.

Back to top button