د جوزجان – فاریاب پر لار ترافیکي پېښې ۶ تنه وژلي

د جوزجان – فاریاب پر لویه لاره کې د یوې ترافيکي پېښې له امله ۶ تنه وژل شوي دي.

د جوزجان ولایت د ځایي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، تېره ورځ د فاریاب – جوزجان په عمومي لاره یو فلانکوچ موټر چپه شوی دی چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاتوي، چې وژل شوي کسان ټول د ګرزېوان ولسوالۍ د ګلبيان کلي اوسېدونکي دي چې مزارشريف ښار ته یې د سفر کولو قصد درلوده.

طالب چارواکو د یادې ترافیکي پېښې په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

Back to top button