د هندوستان غوره ليګ روانې سيالۍ

د هندوستان غوره ليګ کې ممبای انډين ګجرات ټايټنز لوبډلې ته ماته ورکړه.

د هندوستان غوره ليګ يا ای پي ایل کې تېره شپه ګجرات ټايټنز او ممبای انډين لوبډلو لوبه وکړه، چې په پايله کې يې ممبای انډين ګجرات ټايټنز ته د پنځو منډو په توپير ماته ورکړه.

په دې لوبه کې ممبای انډين لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او سیالې ګجرات لوبډلې ته يې د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه، چې ګجرات ونه شو کړای دا هدف پوره او د ۵ منډو په توپير یې ممبای انډين ته ماته ومنله.

افغان اتل لوبغاړی راشدخان چې د ګجرات ټايټنز لوبډلې مرستيال لوبډل مشر هم دی، چې ډېره ښه لوبه يې ترسره کړه.

نوموړي د ۲۴ منډو په بدل کې ۲ لوبغاړي روهيت شرما او فولارډ له مخې پورته کړل، خو بيا توپ وهونکو ونه شو کړای ۱۷۷ هدف ته ځان ورسوي.

Back to top button