پکتیکا کې یوه نجلۍ له اختطافګرو وژغول شوه

طالبانو په پکتیکا کې یوه اته کلنه نجلۍ د اختطافګرو له منګلو څخه ژغورلې ده.

د طالبانو د سرپرست حکومت امنیتي چارواکي وايي، چې طالب ځواکونو د پکتيکا ولایت په مرکز ښرنه ښار کې يوه اته کلنه نجلۍ د اختطافګرو له منګولو څخه ژوغورلې ده.

د پکتیکا ولایت د امنیت آمر ملا جاوید «بدري» رسنیو ته ویلي، چې یوه اته کلنه ماشومه اختطافګرو تښتولې، او وروسته طالبانو د عملیاتو په ترڅ کې دا نجلۍ بېرته د اختطافګرو له منګلو ازاده کړې او اختطافګر یې نیولي دي.

Back to top button