د رينا امیري تازه څرګندونې

رینا امیري وايي، د طالب سرپرست حکومت سیاستونو نجونې او ښځې له زده کړو او کارکولو بې برخې کړې.

په افغانستان کې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو له نه پرانیستل کېدو څه باندې اته میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه د پوهنې وزارت له لوري په دې تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده په ډاګه شوې.

په ورته وخت کې ، د افغان نجونو او مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې چې د اسلامي هېوادونو له یو شېر سفیرانو سره یې کتلي دي، وایي چې په دې کتنه کې هوکړه شوې ده چې اسلامي هېوادونه د افغان مېرمنو او نجونو له حقونو دفاع وکړي.

د افغان نجونو او مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، هوکړه وشوه چې اسلامي نړۍ په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي.

د طالب سرپرست حکومت سیاستونو نجونې او ښځې له زده کړو او کارکولو بې برخې کړې دي. دا د نړۍ په هېڅ یوه هېواد کې چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، نه لیدل کېږي.

د طالب سرپرست حکومت له لوري د نجونو ښوونځيو تړلو په تړاو په کور دننه او بهر د خلکو سخت غبرګونونه راپارول شوي دي، خو سربېره پر دې بيا هم ياد حکومت يې د خلاصېدو په اړه څه نه وايي.

Back to top button