د افغانستان سرپرست حکومت سبا یکشنبه د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

د پژواک خبري اژانس د خبر په اساس د افغانستان سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله وایي، چې د سترې محکمې د رئیس او د میاشتې د کمیټې مشر مولوي عبدالحکیم لخوا اعلان وشو چې سبا په ټول هېواد کې د کوچنۍ اختر لومړۍ ورځ ده.

همداراز ستره محکمه وایي،  په فراه، غزني، کندهار او غور ولایتونو کې ولایتونو کې نن مجموعاً ۲۷ کسانو د شوال میاشت لیدلې او اړوند محاکمو ته یې د میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړې ده، په دې اساس سبا یکشنبې (۱/ شوال۱۴۴۳ هـ ق) نېټه چې له (۱۴۰۱/۲/۱۱هـ ش) نېټې سره برابره ده د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

Back to top button