يوناما او اروپايي ټولنې کابل کې وروستی برید غندلی

د ملګرو ملتونو يوناما دفتر او اروپايي ټولنې د کابل ښار د خليفه صاحب په جومات کې وروستی برید غندلی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يا يوناما له لوري په يوې تازه خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛ چې يوناما د کابل ښار په شپږمه امنيتي حوزې اړوند جومات کې وروستی برید غندي او د عاملينو د نيولو غوښتنه يې کوي.

ياد دفتر وايي، چې په دې برید کې د دوی د دوه کارکوونکو او د هغوی کورنۍ هم اغېزمنې شوې دي.

په ورته وخت کې، ‏اروپايي ټولنې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره، افغانستان کې په جوماتونو او ښوونځيو کې پر ملکي وګړو وروستي بریدونه غندلي دي.

همداراز یادې ټولنې دا پېښې وحشیانه کړنې بللې او په هیواد کې یې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي سخته اندېښنه ښودلې ده.

د طالب سرپرست حکومت په واکمنۍ کې دا لومړی ځل نه دی، چې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې په جوماتونو او تعليمي مرکزونو باندې بريدونه ترسره کېږي‌‌، بلکې دغه ډول بريدونه ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې دي، چې خلکو ته یې سختې اندیښنې پیدا کړي دي.

Back to top button