د جي شل هېوادونو کلنۍ غونډه

د انډونيزيا ولسمشر وايي، چې د روسیې او اوکراین ولسمشرانو ته يې بلنه ورکړې، څو د جي شل هېوادونو په کلنۍ غونډه کې ورسره ګډون وکړي.

د انډونيزيا ولسمشر جوکو ويدودو رسنیو ته په تازه څرګندونو کې ويلي، چې د روسیې او اوکراین ولسمشرانو ته يې بلنه ورکړې، څو د جي شل په نامه لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو په کلنۍ غونډه کې ورسره ګډون وکړي.

د رسنيو د خپاره شویو معلوماتو له مخې دغه غونډه به د روان کال د نومبر په مياشتې د انډونيزيا بالي جزیره کې جوړه شي.

همداراز د انډونيزيا ولسمشر ويلي، پر غربي هېوادونو تر ډېرو فشارونو وروسته، موافقه په دې وشوه، چې روسیه هم کولای شي، په دې غونډه کې ګډون وکړي.

بلخوا بيا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ويلي، چې د انډونيزيا ولسمشر سره له ټيلفوني خبرو اترو وروسته يې د هغه بلنه منلې، چې د جي شل هېوادونو په کلنۍ اقتصادي غونډه کې ورسره ګډون وکړي.

روسيه د جي شل هېوادونو غړې ده، خو اوکراین بيا ددې هېوادونو په ډله نه دی او په دې غونډې کې د زلنسکي د ګډون وړانديز د امريکا ولسمشر جو بایډن کړی.

Back to top button