پاکستاني طالبانو اوربند اعلان کړ

پاکستاني طالبانو د روژې له ۲۹ د اختر تر لسمې اوربند اعلان کړ.

پاکستاني طالبانو TTP د روژې له ۲۹څخه د کوچني اختر تر ۱۰پورې د اوربند خبر ورکړی دی.

د پاکستاني طالبانو مشر مفتي ابو منصور عاصم په یوه اعلامیه کې خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې د اختر تر لسمې ورځې پورې اوربند مراعت کړي.

په اعلامیه کې راغلي، که چیرې په تاسو چا برید وکړ نو تاسو کولای شئ چې د برید ځواب ورکړئ.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په ګاونډي هېواد پاکستان کې د TTP طالبانو له لوري بریدونو زور اخیستی دی.

Back to top button